له عزیزي بانک سره د بې څانګې بانکوالۍ هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
Thu, Dec 03 2020 9:33 AM
.

افغان پُست شرکت نن چهارشنبه، د لېندۍ میاشتې ۱۲ نېټه، د یو لړ مراسمو په تر څ کې د بانکي خدمتونو پراختیا او بې څانکې بانکولۍ په برخه کې، لومړنۍ هوکړه له عزیزي بانک سره لاسلیک کړه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې، د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت تخنیکي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د عزیزي بانک اجراییوی رییس ښاغلی محمد سالم امید، د افغانستان بانکونو ټولنې اجراییوي رییس ښاغلي نجیب الله امیري، د نړیوالې سوداګرۍ مرکز رییس عبدالقدیر بهمن او د خصوصي سکټور یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

په مراسمو کې د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس وویل: «افغان پُست د ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۸۲۸ حکم پر اساس، شرکت ته د خپل حقوقي حیثیت لوړېدو په درشل کې د عامه خدمتونو په برخه کې له دې وروسته هېوادوالو ته د هېواد په کچه له 463 پُست خونو څخه بانکي خدمتونه هم وړاندي کوي.»

ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت له تېرو پام وړ لاسته راوړنو او چټک پرمختګ څخه د یادونې تر څنګ زیاته کړه، چې د دغې هوکړې له مخې به په هېواد کې د افغان پُست پر مټ له بېساري لګښتونو پرته بانکي خدمتونه ټولشموله او په لرې پرتو سیمو کې د لاسرسي وړ شي.

په غونډه کې د عزیزي بانک اجراییوي رییس ښاغلی سالم امید، د افغان پُست له وروستیو طرحو، نوښتونو او رغنده خوځښت څخه د ستاینې تر څنګ وویل، چې د راتلونکو دریو میاشتو په موده کې به عزیزي بانک د افغان پُست شرکت له برکته له ښارونو څخه ولسوالیو ته هم بانکي خدمتونه پراخ او د لاسرسي وړ کړي.

په دغه مراسمو کې د بانکونو ټولنې اجرایوي رییس ښاغلي نجیب الله امیري، تر دې دمه په هېواد کې بانکي خدمتونو ته د ۱۲٪ سلنه وګړو لاسرسی د اندېښنې وړ حالت وباله او زیاته یې کړه، چې له افغان پُست شرکت سره د افغانستان بانک او دغې ټولنې د درې اړخیزې هوکړې پر مټ د بانکي چوپړونو پراختیا په برخه کې تاریخي بدلون ته لاره پرانیستل شوه.

د نوموړي په وینا، نور بانکونه هم باید د عزیزي بانک په څېر ژر تر ژره په هېواد کې د بانکي خدمتونو پراختیا، پر بانکي سیسټم د خلکو باور او ټولشموله بانکولۍ وړاندې کولو په موخه له دغې لړۍ سره یو ځای شي.

د مراسمو په پای کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز رییس ښاغلي حجت فضلی، په افغانستان کې د خصوصي سکټور پانګونې له پراختیا څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، د خوښئ ځای دی چې د افغان پُست باور وړ پُستي شرکت په مرسته په لري پرتو سیمو کې میشتو مامورینو، ښوونکو، سرتېرو او عام ولس ته د بانکي اسانتیاوو زمینه برابریږي.

د یادوني وړ ده، چې د بې څانګې بانکولۍ طرحې له مخې به افغان پست شرکت د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د خپلو پست خونو له لارې د هوکړې پر اساس د بانکونو نماینده په توګه بانکي خدمتونه وړاندې کوي.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS