افغان پوسټ د عامه خدمتونو آنلاین پورټال پرانیست!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۸:۵۶
.

نن یکشنبه، افغان پوسټ دولتي شرکت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامه خدمتونو لپاره یو آنلاین پورټال پرانیست، چې تر دې وروسته به ټول اړوند عامه خدمتونه د یاد پورټال له لارې وړاندې کېږي.

د دغه سیسټم له لارې به د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې د تصدیق څانګې اړوند عامه خدمتونه په آنلاین بڼه پروسیس کېږي، چې له مخې به یې د اسنادو په لېږد کې چټکتیا، په لګښتونو کې د پام وړ کمښت، د وخت سپما، د اسنادو خوندیتوب او عصري سازي رامنځته شي.

د افغان پوسټ لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس رسنیو ته وویل چې افغان پوسټ اوس مهال د بېلابېلو ادارو ۱۵۰ عامه خدمتونه، د برېښنايي کولو په موخه تشخیص کړي، چې دمګړی به د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق او په راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، پوهنې وزارت او نورو ادارو اړوند خدمتونه د یاد سیسټم له لارې تنظیم کړای شي.

دوی زیاته کړه، چې د عامه خدمتونو د ساده سازۍ تر څنګ به په نږدې راتلونکي افغان پوسټ شرکت د "سمارټ پوسټ" چارې پېل کړي، چې له دې سره به هر کور، دفتر او ادارې ته یو ځانګړی پوسټ کوډ ورکړل شي او له دې سره به د پته موندنې چارې آسانه او افغانستان به له عصري پوسټي خدمتونو څخه برخمن شي.

د افغان پوسټ تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین وویل چې د عامه خدمتونه دغه پورټال د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو د تصدیق لپاره، د افغان متخصصینو له لوري چمتو شوی عصري او Open Source سیسټم دی، چې د وخت په تېرېدو د نورو ادارو د خدمتونو د انضمام وړتیا لري او د هر ډول تخنیکي بدلون جوګه دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۵:۸
Background image

د افغان پُست شرکت لوی رییس او مشرتابه هییت، د ګمرکونو د سیسټمونو له رییس سره وکتل!

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د CDS سیسټم د معرفي او ورپېژندنې په موخه، د مالیې وزارت ګمرکاتو معینیت، د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

احمد وحید ویس، د (E-Commerce) یا برېښنايي سوداګرۍ شرکتونو له استازو سره وکتل.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او افغان پُست شرکت له لارې نړیوال بازار ته د افغاني تولیداتو د لېږد په موخه، د (E-Commerce) یا برېښنايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغان پُست شرکت او عزیزي بانک مشرتابه هییت انلاین ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس، د دغه شرکت عملیاتي او تخنیکي مرستیال عبدالهادي ذهین او اداري او تجارتي مرستیال محمد خیبر صدیقي، د عزیزي بانک شرکت له رییس ښاغلي. . .

بیرته تګ