افغان پوسټ د عامه خدمتونو آنلاین پورټال پرانیست!

haroon.abadi
Mon, Apr 05 2021 8:56 AM
.

نن یکشنبه، افغان پوسټ دولتي شرکت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامه خدمتونو لپاره یو آنلاین پورټال پرانیست، چې تر دې وروسته به ټول اړوند عامه خدمتونه د یاد پورټال له لارې وړاندې کېږي.

د دغه سیسټم له لارې به د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي برخې د تصدیق څانګې اړوند عامه خدمتونه په آنلاین بڼه پروسیس کېږي، چې له مخې به یې د اسنادو په لېږد کې چټکتیا، په لګښتونو کې د پام وړ کمښت، د وخت سپما، د اسنادو خوندیتوب او عصري سازي رامنځته شي.

د افغان پوسټ لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس رسنیو ته وویل چې افغان پوسټ اوس مهال د بېلابېلو ادارو ۱۵۰ عامه خدمتونه، د برېښنايي کولو په موخه تشخیص کړي، چې دمګړی به د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو تصدیق او په راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، پوهنې وزارت او نورو ادارو اړوند خدمتونه د یاد سیسټم له لارې تنظیم کړای شي.

دوی زیاته کړه، چې د عامه خدمتونو د ساده سازۍ تر څنګ به په نږدې راتلونکي افغان پوسټ شرکت د "سمارټ پوسټ" چارې پېل کړي، چې له دې سره به هر کور، دفتر او ادارې ته یو ځانګړی پوسټ کوډ ورکړل شي او له دې سره به د پته موندنې چارې آسانه او افغانستان به له عصري پوسټي خدمتونو څخه برخمن شي.

د افغان پوسټ تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین وویل چې د عامه خدمتونه دغه پورټال د بهرنیو چارو وزارت د اسنادو د تصدیق لپاره، د افغان متخصصینو له لوري چمتو شوی عصري او Open Source سیسټم دی، چې د وخت په تېرېدو د نورو ادارو د خدمتونو د انضمام وړتیا لري او د هر ډول تخنیکي بدلون جوګه دی.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS