د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

noor_admin
Sat, Mar 02 2024 11:19 AM
;

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو فعالیتونو لکه د افغان ټیلېکام مخابراتي شرکت سره د 23 ولایتي پُست خونو لپاره د E1 تړون لاسلیک کولو، د مالي او حسابي ریاست د چمتو شوې پالیسۍ کتنه او ارزونه، د پیل شویو پروژو د حسابونو د تصفیې په موخه د مربوطه ریاستونو له لوري د تهیه او تدارکاتو ریاست سره د اړوندو اسنادو شریکولو، په شفاف ‌ډول د پولي او بانکدارۍ چارو پر مخ وړلو په موخه د یوه منظم سیستم را منځته کولو، د پولی او بانکداری ریاست د قراردادي کارمندانو د قرارداد مودې غځولو، د پاسپورت عمومی ریاست او نورو وزارتونو / ادارو سره د شویو تفاهم نامو د تطبیق په موخه د پُست خونو پراخول او معیاري کولو، د نویو پُست بکسونو و پیرلو او چمتو کولو په هکله تصمیم نیولو، او په ټرانزیټی وسایطو کی د جی پی اس آلی نصبولو پر موضوعاتو هر اړخیز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامیم و نېول شول.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS