ښاغلي احمد وحید ویس د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو له رییس سره وکتل!

haroon.abadi
Tue, Jul 06 2021 2:02 PM
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادی ذهین، د افغان پُست شرکت د مالي وضعیت ارزونې او دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د مالیې وزارت د غیر مالیاتي عوایدو له رییس ښاغلي امان الله امین سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت پر واړندې پخوانیو ننګونو د هوارولو په برخه کې، د مالیې وزارت او نورو اړوندو بنسټونو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ، د دغه شرکت د مالي وضعیت او پر ځان بساینې پر تازه تګلارو خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي امین، د افغان پُست له وروستیو پرمختګونو او چټکې ودې څخه د ستاینې تر څنګ، خصوصي شرکتونو، سوداګرو او نورو هېوادوالو ته د مالیې وزارت اړوندو جوازونو د وېش په برخه کې د افغان پُست ملاتړ وغوښت.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS