د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:
یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د شرکت د جایدادونو د مراقب په اړه تصمیم نیولو، پرته له توقف څخه په ورځنۍ توګه د پُستي انتقالاتو د تبادلي د تر سره کولو په هکله تصمیم نیولو، د رمضان المبارک میاشت کې په بیوزلو اړمنو کسانو د ډوډۍ ویشلو، د هرات، بلخ، کندهار او کابل په عمومي اډو کې د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پُست خونو را منځته کولو، په هغو ولسوالیو کې چې ګڼ شمېر نفوس لري د پاسپورټ ویش لړۍ پیلولو او د بین المللی ورودي پارسلونو او هغه پارسلونه چې په ولایاتو کې يې آخذه کیږي د یادو پارسلونو ګمرکي مراحل په مرکز کې طی مراحل کولو په اړه هر اړخېر بحث تر سره شو او په اړه يې اړېن تصامیم اتخاذ شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.