له هنرسالار (آرټ لارډز) شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
Mon, Feb 15 2021 2:50 PM
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ارټ لوډز هنري شرکت له استازې ښاغلي رازق مهرپور سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس په ملي او نړیواله کچه، د دغه شرکت له خوا په جوړو شویو نندارتونو کې د ګډون په موخه د هنري اثارو لېږد را لېږد په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

په کتنه کې ښاغلي ویس همدا راز وویل، د افغان پُست شرکت له خوا له چاپ شويو پُستي ټکټونو ته به، چې په نړیواله کچه د هېواد د کتلور او دودونو استازیتوب کوي، د سوژو تر لاسه کولو په موخه د دغه شرکت د لاسرسی زمینه برابره کړي.

په ناسته کې د ارټ لوډ شرکت استازي، د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه د ستاینې او خوښۍ تر څنګ زیاته کړه، چې د افغان پُست شرکت د تازه رامنځته شويو (ځانګړو خدمتونو) په مټ یې په ډېره کمه موده کې خپل هنري اثار تر نړیوال بازاره رسیدلي.

د ناستې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ د دوامداره اړیکو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS