د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو:

noor_admin
Picture

د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت اړوند د کارکوونکو چارو لوی ریاست ترمنځ د خدماتو د پراختیا، چټکتیا او معیاري کولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د دواړو ادارو د مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شو، چې موخه یې د پوهنې وزارت د کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ولایتونو د معلمینو د فراغت تثبیت او اړوندو اسنادو د طی مراحل کولو بهیر آسانه، منظم او چټک کول دي. د یاد هوکړه لیک له مخې به له دې وروسته د پوهنې وزارت اړوند اسناد د افغان پُست د پُست‌ خونو له لارې په خوندي، شفاف او منظم ډول طی مراحل شي. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د دې هوکړه لیک عملي کېدل به د اسنادو د ثبت، تعقیب، لېږد او توزیع په برخه کې شفافیت، چټکتیا او باور زیات کړي او ولس ته به د لا غوره او معیاري خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي. د غونډې په پای کې د دواړو ادارو مسؤلینو د افغان پُست امارتي شرکت له موزیم او د مرکزي پُست خونې له بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۷:۲۰
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو:

د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت اړوند د کارکوونکو چارو لوی ریاست ترمنځ د خدماتو د پراختیا، چټکتیا او معیاري کولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

خبرتیا!

د بین الولایتی خدماتو پیل.

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۷
Background image

بلخ ولایت مزار شریف کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل، هرات، کندهار او ننګرهار وروسته دا ځل په بلخ ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو . . .

Back to announcements