د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو:

noor_admin
Picture

د افغان پُست امارتي شرکت او د پوهنې وزارت اړوند د کارکوونکو چارو لوی ریاست ترمنځ د خدماتو د پراختیا، چټکتیا او معیاري کولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د دواړو ادارو د مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شو، چې موخه یې د پوهنې وزارت د کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ولایتونو د معلمینو د فراغت تثبیت او اړوندو اسنادو د طی مراحل کولو بهیر آسانه، منظم او چټک کول دي. د یاد هوکړه لیک له مخې به له دې وروسته د پوهنې وزارت اړوند اسناد د افغان پُست د پُست‌ خونو له لارې په خوندي، شفاف او منظم ډول طی مراحل شي. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د دې هوکړه لیک عملي کېدل به د اسنادو د ثبت، تعقیب، لېږد او توزیع په برخه کې شفافیت، چټکتیا او باور زیات کړي او ولس ته به د لا غوره او معیاري خدماتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي. د غونډې په پای کې د دواړو ادارو مسؤلینو د افغان پُست امارتي شرکت له موزیم او د مرکزي پُست خونې له بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements