د (تیتسو ناکامورا بشرپاله چوپړونو په ویاړ) پُستي ټکټ د پرانیستې غونډه!

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۲۳
.

د افغان پُست شرکت له خوا (د تیتسو ناکامورا بشرپاله چوپړونو په ویاړ) چاپ شوی پُستي ټکټ، د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي فضل محمود فضلي، د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، په کابل کې د جاپان سفارت شازدافیر او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دغو مراسمو کې ښاغلي ویس، ناکامورا د افغانستان پېژندګلوي یوه مهمه برخه یاد کړ او د هغه لاسته راوړنې یې د افغانانو له پاره مثال وباله.

ښاغلي فضلي هم د ډاکټر ناکامورا له لاسته راوړنو څخه د ستاینې تر څنګ، د افغان پُست شرکت له خوا، د دغه پُستي ټکټ چاپول اغېزناک ګام وباله او دا چاره یې د افغانستان په تاریخ کې د ناکامورا فعالیتونو ته د تل پاتې یادګار پاتې کېدلو له پاره اړینه یاده کړه.

په مراسمو کې د جاپان هېواد شازدافیر خپله وینا د تیتسو ناکامورا پر فعالیتونو، د اوبو مدیریت او دا چې څه ډول یې د جاپان دودیزو لارو چارو پر مټ وکولای شول زرګونه جریبه شاړه ځمکه اباده کړي راټوله کړه.

د ناکامورا پُستي ټکټ له پرانیستې وروسته، د غونډې په پای کې راغلو مېلمنو د افغان پُست شرکت له خوا د پُستي ټکټونو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د تیتسوناکامورا د بشرپاله خدمتونو په ویاړ (پنځوس زره) پُستي ټکټونه چاپ شول او د هر ټکټ بیه ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ