د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ هـوکړه لیک لاسلیک شو!
د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا، د کورنیو او نړیوالو پُستي فعالیتونو د لا اغېزمنتیا او د پېرېدونکو د رضایت د لوړولو په برخه کې مهم او رغنده رول ولوبوي.
