‏‎د افغان پُسټ او ایروپارسل خصوصی پُسټی شرکت ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک لاسلیک

haseeb_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۲:۳۷
‏‎امضا تفاهنامه


د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان پست او ایروپارسل شرکت تر مېڼځ د تړون لاسلیکولو پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وویل: «افغان پست ته زمونږ طرحه دا ده، چې غوره خوندیتوب، لوړ کیفیت، ټیټې بیي او لنډ وخت کې د لېږد رالېږد اسانتیاوې برابري کړي. د دې تر څنګ په ټول هیواد کې د پست خدمتونو دیجیتل کېدل زمونږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي.»
د مخابراتو سرپرست او نوماند وزیر همدا راز زیاته کړه: «هیله لرو افغان پست د سیمې په کچه یو له چټکو، پرمختللو او افغانانو له پاره پر مرستندویه بنسټونو بدل کړو، څو په نېږدې راتلونکې کې دغه اداره پر ټولو نړیوالو معیارونو سمبال خدمتونه وړاندې کړي.»
په ورته وخت کې د افغان پست رییس احمد وحید ویس وایي، د دغه تړون له لاسلیکولو سره به، د هیواد هرې څنډې ته د پست لېږلو خدمت وخت، له ۲۰ ورځو څخه ۳ ورځو ته راټیټ شي او هغه کسان چې له پست خدمتونو څخه ګټه اخلي، له دې وروسته کولای شي په انلاین بڼه د پست چارې وارزي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ