۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب د پُستي انتقالاتو په برخه کې له سالمي او معیاري بسته بندۍ څخه استفاده اخستل، د پېریدونکو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسیدګي، د مالي او عملیاتي سیستم د ښه تطبیق په موخه په یو شمېر ښاري پُست خونو کې د سولري بریښنا نصب کول او په یو لړ مهمو اداري، عملیاتي او سوداګریزو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.