ښاغلي احمد وحید ویس، له مخکښې جاپانۍ خبریالې (حیرا مې) سره وکتل!

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۴:۴۷
.

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، په افغانستان کې د جاپان له یوې خبریالې او د دغه شرکت له دایمي ګډونوالې، اغلې مرسل (حیرا مې) سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د پوسټ په ازاد بازار کې، د سیالۍ په موخه د افغان پوسټ شرکت د هر اړخیزو هڅو او چمتووالې په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې اغلې حیرامې، د افغان پوسټ شرکت چټک پرمختګ او وروستي بدلونونه بې مخېینې وبلل او د دغې ادارې پر ډیجټلي اسانتیاوو سمبال خدمتونه یې وستایل.

د ناستې په پای کې اغلې حیرامې، د افغان پوسټ شرکت له خوا، د تیتسو ناکامورا په نوم، یو چمتو شوی پوسټي ټکټ او البوم وپيره.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ