د هیواد له ملي سوداګر سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۸
.

د افغان پْست لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کارځای کې د هېواد له ملي سوداګر ښاغلي اکبر ارغندیوال سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو، له هېواده بهر د سوداګریزو توکو د بېلګو لېږد پر وړاندې، د شته ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وکړې.

د افغان پْست لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، په دې برخه کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان پْست د تازه تګلارو تر څنګ په ډاګه کړه، چې په نیږدې راتلونکې کې به سوداګر په کمه بیه او له زیاتو اسانتیاوو سره د نړۍ هرې څنډې ته د سوداګریو توکو بېلګې او مواد لیږي.

په ناسته کې ښاغلي ارغندیوال، بهرنیو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د اسانه لېږد په موخه د افغان پْست له تېرو هڅو او راتلونکو پلانونو څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

بیرته تګ