د هيواد له مالیې وزیر سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۸:۵۸
.

د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس، د هېواد له مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره وکتل. په دغه کتنه کې ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت تازه ودې، پرمختګونو، عوایدو او وروستیو لاسته راوړنو سربېره، د دغه شرکت د راتلونکو پلانونو او تګلارو په اړه معلومات شریک کړل. همدا راز ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت حقوقي حیثیت په اړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۸۲۸) حکم پلې کېدو په اړه مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي ارغندیوال د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو او تازه تګلارو څخه د ملاتړ ترڅنګ زیاته کړه، چې دغه شرکت د هېواد په کچه د مخکښو دولتي شرکتونو په کتار کې راځي. ښاغلي ارغندیوال، د افغان پُست شرکت وده او پرمختګ، د ملي عوایدو د پراختیا په برخه کې خورا مهم وباله او د دغه شرکت د حقوقي حیثیت لوړېدو په برخه کې یې د جمهوري ریاست له حکم څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ