د فکري ملکیتونو او ثبت مرکزی ادارې له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د فکری ملکیتونو او ثبت مرکزی ادارې له رییس ښاغلي محمد ابراهیم شمس سره وکتل.
د دغې کتنې په ترڅ کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو تر څنګ زیاته کړه، چې دغه شرکت د یوه هوکړه لیک پر اساس، د جوازونو وېشلو په برخه کې د فکري ملکیتونو او ثبت مرکزي ادارې هر اړخیز ملاتړ ته چمتو دی.
په ناسته کې ښاغلي شمس، د افغان پُست شرکت له بې مخېینې پرمختګونو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، چې د همکاریو پراختیا په موخه به ډېر ژر له دغه شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړي.