د عزیزي بانک له اجرایوي مرستیال سره د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس لیدنه.

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۰:۴۱
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کاري دفتر کې د عزیزي بانک له اجرایوي مرستیال، سلیم حبیبي او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، چې د چارو چټکتیا په موخه باید ژر تر ژره له عزیزي بانک سره د پُست بانکي خدمتونو هوکړه لاسلیک شي.

سلیم حبیبي، د هر اړخیزو همکاریو ژمنې تر څنګ، په نیږدې راتلونکې کې له افغان پُست شرکت سره د بانکي خدمتونو تازه هوکړې لاسلیکولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې عزیزي بانک چمتو دی افغان پُست شرکت ته د خپلو آنلاین خدمتونو آسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ