د افغان پُست شرکت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکاریو هوکړې لاسلیک!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۹:۲۰
post

خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، نن سه شنبه د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې لوی رییس ښاغلي احمد جاوېد رسولي او د ثبت احوال او نفوس مرستیال ښاغلي احمد طارق صدیقي په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې به افغان پُست شرکت، له مرکز څخه ولایتونو او بیرته مرکز ته د برېښنايي پېژندپاڼو او کاغذي پېژندپاڼو د اساس کتابونو لېږد را لېږد په برخې کې له دې ادارې سره همکاري کوي.

د هوکړې له لاسلیک وروسته ښاغلي ویس وویل، د عامه خدمتونو پراختیا او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول زمونږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

له عزیزي بانک سره د بې څانګې بانکوالۍ هوکړه لاسلیک شوه!

افغان پُست شرکت نن چهارشنبه، د لېندۍ میاشتې ۱۲ نېټه، د یو لړ مراسمو په تر څ کې د بانکي خدمتونو پراختیا او بې څانکې بانکولۍ په برخه کې، لومړنۍ هوکړه له عزیزي بانک سره لاسلیک کړه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۹:۳۳
Background image

د موبی ګروپ د اړیکو له مسوولې سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کارځای کې د موبې ګروپ د اړیکو له مسوولې، اغلې مقدسه یورش سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت لاسته راوړنو تر. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۹:۵
Background image

د افغان پُست او افغان مېرمنو د سوداګرۍ اوصنایعو خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

نن پنجشنبه د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس د افغان مېرمنو د سوداګرۍ اوصنایعو خونې له رییسې اغلې افسانه رحیمی سره د کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې. . .

بیرته تګ