د افغان پُست د پُستي خدمتونو د پراختیا او مډرن سازۍ پروژې پرانېسته

haseeb_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۲ - ۱۰:۲۴
Inauguration

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پسټ د پُسټي خدمتونو د پراختیا او مډرن سازۍ پروژې د لومړي پړاو پرانېست.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي د پرانېستې په مراسمو کې د افغان پُست د رئیس او کارکوونکو له کارونو او فعالیتونه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې وزارت د عامه خدماتو د ساده سازۍ او ډيجيټل سازۍ لپاره توجه زیاته کړې او د مرکزي پُسته خانې پرانېسته يې ښه بېلګه ده. 
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژی وزارت د ستراتیژیو پر بنسټ، د پُستي خدمتونو د معیاري کولو په موخه د پراختیا او مډرن سازۍ د پروژې لومړی پړاو په ۱۳۹۷ کال کې ډیزاین او په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
ښاغلي آريوبي زیاته کړه چې د پُستي خدمتونو په سکتور کې اساسي بدلون راغلی او د هغه بدلونونو په اړه يې د رسنیو او ګډونوالو سره معلومات شریک کړل چې په تېر یو کال کې د پُسټي خدماتو کې رامنځته شوي ډي. 
۱- د نړیوالو معیارونو سره سم د مرکزي پسته خانې او د کابل د ۱۶ ښاري پسته خانو عصري سازي، او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له فایبر نوري سره ددې پسته خانو اتصال.
۲- د پارسل لاکر سیستم رامینځته کول، ددې سسټم په مرسته به له یوې خوا د پارسلاتو مصونیت او بلې خوا به انلاین ویش پیل شي.
۳- د ډیجیټلي پست بکسونو د سیستم پیل، ددې سیستم په مرسته به د پستي توکو مصونیت او محرمیت خوندي وساتل شي. 
۴- په حضوري چمن کې د پست ریاست او د پستي سورتینګ مرکز د نوي ودانۍ د جوړولو ډیزاین. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي زیاته کړه ړچې په ۱۳۹۸ کال کې د پستې سیستم د پراختیا پروژې دویم پړاو هم پېلېږي چې هغه کې د شلو پُسته خانو عصري سازي، موبایل اپلیکیشن، الیکترونیکي سوداګري او دفترونو لپاره د اوپن سپیس په ګډون ډیر نور نوښتونه په پام کې نیول شوي دي. 
د افغان پُسټ رئیس احمد وحید ویس وویل چې اداره يې پوره چمتو ده چې هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي او د مرکزي پُسته خانې د عصري کېدو تر څنګ د با کيفيته خدماتو د وړاندې کېدو په موخه په روان کال کې د نورو سيسټمونو په جوړېدو هم کار روان دی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ