د افغان پُست دولتي شرکت او لوړو زده کړو محترم وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

haroon_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۸:۲۳
,

دغه هوکړه لیک نن د سه شنبه په ورځ د روان کال غبرګولی (جوزا) میاشتې په 9 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د غونډو په تالار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم وزیر صاحب، الحاج مولوی نجیب الله حقانی، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوی ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت مالی او اداری معاون محترم حافظ محمد حامد حسیب د کابل پوهنتون محترم رئیس، د اریانا افغان هوائی شرکت لوی رئیس او یو شمېر نورو دولتي ادارو معاون صاحبانو رئیسانو او مسؤلینو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک په اساس به د ولایتی او مرکزي پُست خونو له لاري د لوړو زده کړو اړوند ډیپلومونه، ټرانسکریپټونه او د فاضلانو اړوند سندونه اخذ او د طی مراحل لپاره به لوړو زده کړو وزارت ته انتقال او د بهرنیو چارو وزارت تر تائیدی او تصدیق وروسته به متقاضی ته د خپل اړوند ولایت پُست خوني له لاري وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ