د افغان پُست حقوقي حیثیت د څرنګوالي په تړاو، د چارو اداري ناسته!

haroon.abadi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۹:۵۵
.

د افغان پُست شرکت په تړاو، د ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۸۲۸ حکم او له ریاست څخه شرکت ته د دغې ادارې حقوقي حیثیت د څرنګوالې په موخه د چارو ادارې عمومي ریاست د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرئ له اړوندو بنسټونو سره ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د چارو ادارې مرستیال وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوریت د حکم پلې کولو په موخه د مخابراتو، مالیې او عدلیې وزارتونه مکلف دي، څو د اساسنامې بشپړولو د څرنګوالي او افغان پُست ته د ملکیتونو په لېږد کې چټک، جدي او هر اړخیز ګامونه اوچت کړي.»

په ناسته کې د څار (تفتیش) ادارې او د ماليې، مخابراتو او عدلیې وزارتونو استازو، د افغان پُست له لوري د منقولو او غیر منقولو ملکیتونو په اړه د جوړ شوي راپور په تړاو نظریاتو تر څنګ، د دغې پروسې د چټکتیا په موخه د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

بیرته تګ