افغان پُست د هوایي دهلیزونو له لارې خپل خدمتونه پيلوي!

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۹:۱۱
.

افغان پُست شرکت د هوایي دهلیزونو له لارې د اسانتیا برابریدو په موخه له صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملکي هوایي چلند ادارې او افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هوکړه لیکونو د لاسلیک په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې اړوند د جمهوري ریاست عالي شوراګانو د انسجام ریاست له خوا په دغه جوړه شوې غونډه کې، له خونو فدراسیون سره هم د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پریکړه او د ګډ هوکړه لیک په اړه هراړخیز بحثونه وشول.

په پای کې پریکړه وشوه، چې افغان پُسټ به د خونو فدراسیون سره د همغږۍ بله غونډه ترسره او یاد فدراسیون به د هوکړه لیک پينځم لوری وي.

په پام کې ده، چې یاد هوکړه لیک به د جلالتماب جمهور رئیس په حضور کې د اقتصاد عالي شورا د راتلونکې غونډې پرمهال لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

بیرته تګ