ښاغلي احمد وحید ویس، د ښار جوړونې وزارت د ځمکو چارو له معین سره وکتل!

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۹:۵۷
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د ښار جوړونې وزارت د ځمکو چارو له معین، ښاغلي محمد بابر امیني سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د ورستیو پرمختګونو او تازه پلانونو سربېره، د پوسټل کوډ پروژې پلې کولو په موخه، د ادرس موندنې په برخه کې د دغه وزارت ملاتړ وغوښت.

ښاغلي ویس همدا راز زیاته کړه، چې د نړیوالو معیارونو پر اساس پلان لري، د ګرځنده پُست خونو تر څنګ، د ښار په هره ګڼ مېشته سیمه کې، د سل زره کسانو له پاره یوه پُست خونه جوړه کړي او د دې پُست خونو د جایدادونو په برخه کې یې د ښار جوړونې وزارت همکاري اړینه وبلله.

په دغه کتنه کې ښاغلي ذهین، هېوادوالو ته د پُستي او نورو عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د افغان پُست شرکت له خوا تازه جوړو شویو سیسټمونو پر اهمیت او تخنیکي ارزښتونو بحث وکړ.

په ناسته کې ښاغلي امیني، د افغان پُست شرکت وروستی چټک پرمختګ او تر لاس لاندې کارونه، په افغانستان کې بې مخېینې وبلل او د یوې دوه اړخیزې هوکړې پر اساس یې له دغه شرکت سره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

په پای کې دواړو لوریو، د افغان پست له اداري څانګو او مرکزي پست خونې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ