له ښاغلي احمد وحید ویس سره د اترا ادارې د عمومي رییس لیدنه!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۱:۲۰
.

د مخابراتي چارو د تنظیم اداري یا (اترا) عمومي رییس ښاغلي عمر منصور انصاري او ورسره پلاوي، د غمشریکۍ په موخه د افغان پُست شرکت له عمومي رییس ښاغلي احمد وحید ویس سره وکتل.

په دغه کتنه کې د اترا ادارې عمومي رییس، په کابل ښار کې د دوشنبې چاودنې په ترڅ کې د افغان پُست شرکت د کارکوونکو پر شهادت خواشیني وښوده او د افغان پُست شرکت مشرتابه او د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.

ښاغلي احمد وحید ویس، د اترا ادارې مشرتابه پلاوې له غمشریکۍ څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې په خواشینۍ سره په دغه پېښه کې د شهیدانو د کورنیو تر څنګ، د افغان پست کورنۍ هم ستره ضایعه ورکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ