افغان پُست د ځانګړو خدمتونو څانګه پرانیسته.

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۱۸
post

د افغان پُست شرکت لوی رئیس، ښاغلي احمد وحید ویس او ورسره پلاوي، نن د کابل په مرکزي پُست خونه کې د (کور په کور) ځانګړو پُستي خدمتونو څانګه پرانیسته.

په دغو مراسمو کې د افغان پُست شرکت لوی رییس وویل، وروسته له دې هېوادوال کولای شي چې د تازه پُستي خدمتونو له لارې خپل پُستي امانتونه د کور په دروازه کې تر لاسه کړي.

ښاغلي ویس همدا راز زیاته کړه، د افغان پُست کور په کور پُستي خدمتونه به په نړیواله کچه د دغه شرکت شهرت، او په هیودوالو کې يې محبوبیت لا ډېر کړي.

د یادونې وړ ده، چې هېوادوال کولای شي د افغان پُست تازه خدمتونو له لارې د نړۍ هرې څنډې ته په شاوخوا پنځو ورځو کې خپلې پُستي کڅوړې ولیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ