ښاغلي احمد وحید ویس، د قیمتي او نیمه قیمتي تیږو د صادروونکو ټولنې له رییس سره وکتل.

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۱:۴۷
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د قیمتي او نیمه قیمتي تیږو د صادروونکو ټولنې له عامل رییس ښاغلي نصیب عزیز بیګ سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس ژمنه وکړه، چې د صادراتو په برخه کې، له اړوندو بنسټونو سره د همغږۍ او اصولو په رڼا کې د هېواد د درونو سوداګرو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

په ناسته کې ښاغلي بېګ وویل، د قیمتي غمیو د صادراتو له لارې په کال کې درې ملیارده عواید یوازې ملي خزانې ته راټولېدای شي او زیاته یې کړه، «بدبختانه اوسمهال د هېواد قیمتي تیږي د قاچاق له لارې نورو ګاونډیو هېوادونو ته انتقاليږي، چې د عوایدو تر څنګ د دې تیږو د مالکیت ویاړ هم همدې هېوادونو ته ځي.»

د ناستې په پای کې ښاغلي ویس، د موضوع د تخنیکي اړخونو له ارزولو وروسته له اړوندو بنسټونو (د مالیې وزارت له ګمرکاتو او معدنونو وزارت) سره د همغږۍ پر اساس د څلور اړخیزې هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ