محمد نبي عیسی خېل د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی د افغان پُسټ شرکت سخه لیدنه وکړه.

haroon.abadi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۸:۴۳
.

د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل نن له غرمې مخکې د افغان پُسټ شرکت د مرکزي پُسته خانې د خدمتونو سخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د افغان پُسټ شرکت لوی رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د کرکټ ملي لوبډلې او په ځانګړي ډول د ښاغلي نبي لاسته راوړنې وستایلې او هغه یې د نړۍ په کچه د افغانستان د غوره استازي په توګه یاد کړ. همدارنګه ښاغلي ویس په نړیوال شل اوریز کرکټ کې د الراونډرانو په کچه د لومړي مقام په خپلولو هغه ته مبارکي وویله او د افغان پُست شرکت په استازولی يې ځانګړی پُست بکس هغه ته ډالۍ کړ.

ښاغلي نبي د افغان پُست خدمتونه وستایل او د نورو شرکتونه لپاره يې د بیلګې په توګه یاد کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۹:۱۸
Background image

افغان پُست د ځانګړو خدمتونو څانګه پرانیسته.

د افغان پُست شرکت لوی رئیس، ښاغلي احمد وحید ویس او ورسره پلاوي، نن د کابل په مرکزي پُست خونه کې د (کور په کور) ځانګړو پُستي خدمتونو څانګه پرانیسته.

په دغو مراسمو کې د افغان پُست شرکت. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۹:۲۰
Background image

د افغانستان د پراختیایي مطالعاتو مرکز له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس نن په خپل کار ځای کې، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د افغانستان پراختیایي مطالعاتو مرکز له رییس، ډاکټر فردین هاشمي سره وکتل.

په. . .

شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د عزیزي بانک له اجرایوي مرستیال سره د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس لیدنه.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، نن په خپل کاري دفتر کې د عزیزي بانک له اجرایوي مرستیال، سلیم حبیبي او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د دوه اړخیزو. . .

بیرته تګ