د 1403 هـ ل کال، جوزا میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۲۳
;

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه د بهرنیو هیوادونو سره د پُستي اړیکو دلا ټینګښت، د بین المللي صدوري کڅوړو/ پُستو د انتقال په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه په دوبۍ کې د افغان پُست نمایندګۍ فعالولو، په غوره او معیارې ډول د پُستي خدمتونو وړاندې کولو او پیرېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په سپېنو ساحو کې د نویو پُست خونو جوړولو او د افغان پُست د شته پُست خونو د دویمو پوړونو ودانولو، د پُستي خدمتونو په ځانګړي توګه د کارګو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهر نو سېمه کې د نماینده ګۍ فعالولو، د مالي او اداري څانګو کارکوونکو ته د کویک بوک سیستم پیرلو او د افغان پُست مستحقو کارکوونکو ته د اضافه کارۍ حواله کولو پر موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه يې اړېن تصامیم اتخاذ شول.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۰:۸
Background image

د 1403 هـ ل کال، عقرب میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

د هېواد جنوب او لودیځو ولایتونو ته د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي رسمي سفر پای ته ورسید:

یاد سفر په جنوب لودیځو ولایتونو کې د پُستي خدمتونو د څرنګوالي او څارنې په موخه په لار اچول شوی وو د سفر په ترڅ کې ښاغلي مکي او ورسره مل پلاوي د جنوب لودیځو حوزې اړوندو ولایتونو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

په شمالي ولایتونو کې د افغان پُست له خدماتو څخه د افغان پُست امارتي شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال او ورسره مل پلاوي لیدنه وکړه.

د افغان پُست امارتي شرکت عملیاتي او تجارتي مرستیال ښاغلي انجنیر حامد ناصري او ورسره مل پلاوي د هېواد شمال ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د تخار، بدخشان، کندز، جوزجان ولایتونو له پُست. . .

بیرته تګ