د 1403 هـ ل کال، جوزا میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۲۳
;

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه د بهرنیو هیوادونو سره د پُستي اړیکو دلا ټینګښت، د بین المللي صدوري کڅوړو/ پُستو د انتقال په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه په دوبۍ کې د افغان پُست نمایندګۍ فعالولو، په غوره او معیارې ډول د پُستي خدمتونو وړاندې کولو او پیرېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه په سپېنو ساحو کې د نویو پُست خونو جوړولو او د افغان پُست د شته پُست خونو د دویمو پوړونو ودانولو، د پُستي خدمتونو په ځانګړي توګه د کارګو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهر نو سېمه کې د نماینده ګۍ فعالولو، د مالي او اداري څانګو کارکوونکو ته د کویک بوک سیستم پیرلو او د افغان پُست مستحقو کارکوونکو ته د اضافه کارۍ حواله کولو پر موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه يې اړېن تصامیم اتخاذ شول.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر