د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د داخلي ریاستونو له لوري د پالیسیو د تدوین په بشپړولو تاکید، د پُستي انتقالاتو په چاپ شویو لفافو د نړیوالو معیارونو سره سم د مرسل او مرسل الیه د پتې دبڼې / فارمټ اصلاح کولو، د پستي ټکیټونو دورانی خرڅلاو او په نړیوالو صدوري بستو نصبولو ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه افغان پُست شرکت ته د ویب پاڼې او ویب ډومینونو د ملکیت لیږدولو، او اسارا ګروپ شرکت څخه افغان پُست ته د فایروال ډیټا سنټر ملکیت لیږدولو پر موضوعاتو هر اړخېر بحث تر سره شو او په اړه يې اړېن تصامیم اتخاذ شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه ئې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.