د عامه خدمتونو وړاندې کونکو وزارتونو او ادارو تر منځ، د همغږۍ دوهمه ناسته تر سره شوه!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۰:۱۸
.

د محترم ولسمشر د هدایت پر اساس، د چارو ادارې په مشرۍ دغه غونډه، چې لومړۍ هغه یې په چارو اداره کې تر سره شوه، دوهمه ناسته نن سه شنبه، د روان لمریز کال د زمري میاشتې په نولسمه نېټه د افغان پوسټ شرکت په ناست خونه کې تر سره شوه، پکې د افغان پوسټ شرکت له خوا د چمتو شوي سیسټم له لارې، د اړوندو ادارو د عامه خدمتونو وړاندې کولو په تړاو خبرې وشوې.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

په ناسته کې د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت له خوا د رامنځته شوي سیسټم پر ارزښت خبري وکړې او زیاته یې کړه، چې دغه سیسټم به د هېوادوالو له پاره په اړوندو چارو کې د روڼتیا، چټکتیا، اقتصادي او نورو اسانتیاوو تر څنګ، له کیفي اړخه ګټه اخیستونکې ادارې له لوړ باوره برخمنې کړي.

په چارو اداره کې د دولتي چارو د انسجام معاون ښاغلي ډاکټر عبدالکریم توتاخېل ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د سیسټمونو ډیجیټلي کېدل د هېواد مشرتابه له لومړیتوبونو څخه دي او زیاته یې کړه، په دې برخه کې افغان پوسټ شرکت د نورو ادارو له پاره د الګو حیثیت لري.

د نوموړي په وینا، نړۍ اوس مهال د ډیجیټل ټکنالوژۍ له برکته د یوه کلي حیثیت خپل کړی، ځکه خو اړینه ده، چې د هېواد ټولې دولتي ادارې هم په دغه ډګر کې پر نړیوالو معیارونو ځان برابر کړي.

په ناسته کې د ماليې وزارت د مقام مشاور ښاغلي محمد اغا کوهستاني وویل، د افغان پوسټ شرکت پلانونه او لاسته راوړنې پر نړیوال معیار د ځان برابرولو د هڅې یوه ښکاره بېلګه ده او دا جوتوي، چې که وغواړو کولای شو په ډېر کم وخت کې د دغه شرکت په څېر ټولې دولتي ادارې په پښو ودروو.

د افغان پوسټ شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د اړوندو ادارو د غوښتنو پر اساس، د افغان پوسټ شرکت له خوا د عامه خدمتونو وړاندي کوونکې آنلاین سیسټم پر میکانیزم او تخنیکي اړخ بحث وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه سیسټم له څو بانکونو سره هم نښلول شوی او په نیږدې راتلونکې کې به، د افغان پوسټ پريپېډ کارډ له وېشلو وروسته ګډونوال وکولای شي، له اړوندو خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې اجوره په آنلاین بڼه هم ورکړي.

د ناستې په پای کې، د غونډې ګډونوالو په ګډه د افغان پوسټ شرکت له خوا د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې دغه چمتو شوی تسهیلاتي سیسټم وستایه او ژمنه یې وکړه، چې په تخنیکي برخو کې له هر اړخیز جوړجاړي وروسته، د یوه هوکړه لیک پر اساس د دغه سیسټم له لارې د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ