د افغان یونایټیډ بانک له اجرایي رئیس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۰ - ۱۰:۲۷
post

د افغان پُست شرکت لوی رئیس ښاغلی احمد وحید ویس، نن د دوه اړخیزو همکاریو ټینګښت او بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه، د افغان یونایټیډ بانک له اجرايي رئیس، ښاغلي احمد خسرو ضیا سره وکتل.

ښاغلي ویس په دغه کتنه کې، له افغان یونایټیډ بانک سره د یوې هوکړې پر اساس د بانکي خدمتونو پراختیا او برېښنايي سوداګرۍ په برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ له پاره چمتووالی وښود.

په ناسته کې ښاغلي ضیا، د بانکي خدمتونو پراختیا په برخه کې د افغان پُست شرکت له تازه پلان څخه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړه، چې افغان یونایټیډ بانک چمتو دی څو افغان پُست سره د بانکي خدمتونو په تخنیکي برخو کې په مشورتي ډول مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ