د افغان پُست شرکت او د معلوماتو او احصایې ملي ادارې تر منځ د همکاریو هوکړې لاسلیک!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۹:۲۰
post

خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، نن سه شنبه د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د معلوماتو او احصایې ملي ادارې لوی رییس ښاغلي احمد جاوېد رسولي او د ثبت احوال او نفوس مرستیال ښاغلي احمد طارق صدیقي په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې به افغان پُست شرکت، له مرکز څخه ولایتونو او بیرته مرکز ته د برېښنايي پېژندپاڼو او کاغذي پېژندپاڼو د اساس کتابونو لېږد را لېږد په برخې کې له دې ادارې سره همکاري کوي.

د هوکړې له لاسلیک وروسته ښاغلي ویس وویل، د عامه خدمتونو پراختیا او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول زمونږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ