د افغان پوسټ شرکت مشرتابه هییت ناسته تر سره کړه.!

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۸:۵۴
.

دوشنبه د ۱۴۰۰/۱۱/۰۴ نېټه، د افغان پوسټ شرکت لوی رییس، ښاغلي مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ د دغې ادارې بېلابېلو مسوولینو تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

په ناسته کې د دغه شرکت د پخوانیو نیمه کاره پروژو پر بشپړولو د ټینګار تر څنګ، د پستي خدمتونو پر بیا پیلېدو، د مرکز او ولایتي کارکوونکو پر اداري ستونزو، اداري تشکیلاتو، او د بشپړو شویو پروژو د پیسو ورکړې پر څرنګوالې خبرې وشوې.

د ناستې په پای کي ښاغلي مکي وویل، په هېواد کې د پوسټي خدمتونو پرمختګ ته ژمن دی او د افغان پوسټ خدماتي چارو د چټکتیا او په اداره کې د شته ستونزو هوارولو په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ