د افغان پوسټ دولتي شرکت او د افغان بیسیم مخابراتي شبکې تر منځ ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۸:۳۳
z

د چارو د اسانتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د افغان پوسټ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت تر منځ ګډ تفاهم لیک چې له مخې به یې هېوادوال د هېواد په هرې برخه کې د افغان پوسټ له لارې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د سیمکارټونو پېر، ثبت، راجستر، او الکټرونیکي کرېډېټ کارټونو ته لاسرسی ومومي لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د افغان پوسټ دولتي شرکت د لوی رییس ښاغلي رحمت الله مکي او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت عمومي مسوول علي الله سروري تر منځ د رسنیو پر وړاندې لاسلیک شو .

په پای کې د افغان پوسټ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولینو کابل کې د مرکزي پوسټ خونې څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ