د افغان پُست امــارتـي شرکت او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د مصدقه اسنادو هـوکـړه لېک بیا ځلي نوی شو! ✍️

دغه هوکړه لېک د افغان پُست امارتي شرکت او د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو ترمنځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلېک شو، د یاد هوکړه لېک له مخې به هېوادوالو ته ګڼ شمېر اسانتیاوې برابري شي، اوسمهال هېوادوال کولای شي چې د افغان پُست له ۱۷ ښاري پُست خونو څخه د بهرنیو چارو وزارت مصدقه اسناد طی مراحل کړي او دغه لړۍ به په لنډ وخت کې د افغان پُست نورو ښـاري او ولایتي پُست خونو ته پراختیا ومومي.