کندهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!
افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل او هرات وروسته دا ځل په کندهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ رسمآ پیل کړه.
اوس کندهار مېشتي هېوادوال کولای شي خپل پاسپورټونه په خوندې، چټک او له خنډ پرته په خپل کور یا هم کار ځای کې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروسه اوسمهال په کابل، هـرات او تازه په کندهار ولایت کې پیل شوه او ډېر ژر به نورو ولایتونو ته هـم وغځول شـي.
