د افغان پُست شرکت پُسته رسوونکو ته د نویو موټرسایکلونو وېش!

haroon.abadi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۹:۱۸
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس له خوا، د کابل ښار پُسته رسوونکو ته شل عرادې موټرسایکلونه، چې تازه د دغه شرکت له خوا پېرودل شوي ول وویشل شول.

د موټرسایکلونو د وېش په لړ کې ښاغلي ویس وویل: د افغان پُست شرکت له خوا د دې موټرسایکلونو برابرول او وېش د پُستي خدمتونو چټکتیا او کیفیت لوړونې ته د دغه شرکت د ژمنتیا پر اساس تر سره کیږي.

د ښاغلي ویس په وینا، افغان پُست د خپلو خدمتونو لا اغېزمنتبا په موخه تازه پلانونه لري، چې د موټرسایکلونو وېشلو لړۍ یې یوازې پیل دی او زیاته یې کړه، د دې موټرسایکلونو د وېشلو له امله به د افغان پُست خدمتونو پر وړاندې د شته خنډونو او ترافیکي ستونزو په برخه کې پام وړ کموالی راشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۸:۵۷
Background image

د 1403 هـ ل کال، ثور میاشتي 3 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

بیرته تګ