افغان پوسټ د کارګو چوپړتیاوو د رامنځته کولو په موخه پنځه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ؛

haroon.abadi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۲۳:۲۱
,

نن چهار شنبه، ۱۴۰۰ د وري ۱۸مه، د کارګو چوپړتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان پوسټ دولتي شرکت، سوداګرۍ وزارت، د ملکي هوانوردۍ ادارې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د خونو فډراسیون تر منځ، په چارو اداره کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې له افغان پوسټ دولتي شرکت سره د کورنیو او نړیوالو کارګو چوپړتیاوو او د هوايي دهلیز د آسانتیاوو برابرولو، د فضايي مواصلاتو او لېږدوونکو لارو ودې، له نورو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزې پراختیا او د افغانستان د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا په پار پنځه اړخیزه همکاري رامنځته کېږي.

دغه هوکړه لیک به زمینه برابره کړي تر څو افغانستان په دولتي کچه د کارګو له چوپړتیاوو برخمن شي او سوداګر وکولای شي له نړیوال معیار سره سم، په کم لګښت او ټاکلې موده کې خپل مالونه ولېږدوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر