د هیواد لومړي مېرمن د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت پُستي ټکټ پرانیست

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
.

د هیواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) غني د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د پُستي ټکټ پرانیستې په مراسمو کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.

د دغو مراسمو په پیل کې د افغان پُست دولتي شرکت رئیس احمد وحید ویس وویل، اوس پُستي خدمتونه طلایي دورې ته داخل شوي دي. په دې دوره کې د جمهوررئیس د پاملرنې پر بنسټ د پُستي خدمتونو پرمختګ یو ځل بیا غوړېدلی چې د بین المللي معیارونو مطابق د پُستي خدمتونو پراختیا، دیجیتلي او عصري کول په کې شاملېږي.

هغه زیاته کړه، د انکشاف او بین المللي ملاکونو مطابق د پُستي خدمتونو عرضه او په هیواد کې د پُستي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د سالمې سیالۍ فضا د ایجاد په خاطر، د افغان پُست ریاست د جمهوررئیس د حکم پر بنسټ د مخابراتو وزارت پر افغان پُست دولتي شرکت حقوقي شخصیت بدل شوی دی.

د افغان پُست رئیس د هیواد د ښځو د ملاتړ په برخه کې د دغه بنسټ د اقداماتو په اړه وویل، د ښځو د اقتصادي وضعیت د ودې لپاره د افغان پُست شرکت د شپږو میاشتو راپدېخوا په ملي او بین المللي سطحه د سوداګریزو سمپلونو او مراسلاتي بستو د لېږد په برخه کې د افغان ښځو سوداګرۍ خونې سره همکاري کوي.

نوموړي همداراز د متشبثو ښځو د ملاتړ او بازار موندنې، اشتغال زایي، خوندي کاري فضا د ایجاد، د ښځو د پیاوړتیا، دوی ته د روزنیزو برنامو جوړولو او کاري زده کړې فرصت د ایجاد، یوې مېرمنې ته د برېښنایي سوداګرۍ خدمتونو د مدیریت او رهبرۍ سپارلو، د ښځو له لورې د پېرېدونکو خدمتونو رهبري او ښځو ته د افغان پُست له ۳۰ نه تر ۴۰ سلنې پورې بستونو د مختص کېدو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د هیواد لومړۍ مېرمن د ښځو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د خوښۍ ځای دی چې افغان پُست د ښځو نړیوالې ورځې تر نامه لاندې د نوي پُستي ټکټ په نشرولو سره، د دې ورځې ارزښت څو برابره کړ. دغه پُستي ټکټ زموږ په ګران هیواد افغانستان کې د قومي تنوع، ښکارندویي کوي.

هغې زیاته کړه: د افغان پُست مننه او قدردانی کوو چې د دغه پُستي ټکټ په نشرولو سره نړۍ ته د افغان ټولنې مثبت تصویر وړاندې کوي.

د هیواد لومړۍ مېرمن څرګنده کړه، د افغان پُست خدمتونه نه یواځې د هیواد په داخل کې د افغان کورنیو او له هیواد بهر افغانانو ترمنځ د اتصال وسیله ده، بلکې د دې لامل شوي چې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په اړیکه کې اوسي.

د دغو مراسمو په پای کې د هیواد لومړۍ مېرمن رولا (بي بي ګل) غني او د افغان پُست دولتي شرکت رئیس احمد وحید ویس، د ښځو ورځې پُستي ټکټ رسما پرانیست.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر