له (باختر افغان الوتنه) شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۸:۴۸
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د (باختر افغان الوتنه) هوایی شرکت له رییس ښاغلي احمد مسلم خرم سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، په نیږدې راتلونکې کې د دخیلو اړخونو په همغږۍ، د یو بل له اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت د تازه پیلېدونکو خدمتونو پیلېدو په تړاو خبري وکړې او زیاته یې کړه، د دغو خدمتونو په لړ کې باختر افغان شرکت کولای شي، په نیږدې راتلونکې کې د یوه هوکړه لیک پر اساس، له پُست خونو څخه د خپلو خدمتونو وړاندې کولو چارې تر سره کړي.

په ناسته کې ښاغلي خرم وویل، (باختر افغان الوتنه) شرکت کولای شي، د بازار موندنې، پُستي توکو د لېږد او کارګو خدمتونو په برخو کې افغان پُست شرکت اسانتیاوې برابرې کړي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو، د هېواد د ننه پُستي توکو د لېږد په برخه کې د ابتدايي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه او په نیږدې راتلونکې کې د هر اړخیزو همکاریو یوې بلې هوکړې پر لاسلیکېدو هم ټینګار وشو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر