د افغان پُست د EMS خدمتونو له لارې دوه ډوله توکې لکه اسناد او سوداګریز توکې استول کیږي.

haroon.abadi
s

د دې خدمتونو له لارې، ستاسو پُستي توکې د هېواد د ننه ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته له یوې څخه تر درېیو ورځو پورې او له هېواد څخه بهر، د نړۍ هرې څنډې ته تر ۷ ورځو پوري رسیږي.

د افغان پُست شرکت د EMS خدمتونو له لارې هېواد ته د را لېږل شویو پستي توکو د سپارلو له پاره زمونږ مسوول کس، تر لاسه کوونکې شخص ته د ټلیفون له لارې خبر ورکوي.

د دې خدمتونو یو ارزښت دا هم دی، چې ستاسو پستي کڅوړه د ځانګړي بارکُد له مخې هر وخت او هر ځای د انلاین څارنې وړتیا لري.

له دې خدمتونو څخه ګټه اخیستونکې همدا راز کولای شي، په آنلاین بڼه خپلې پُستي پتې ته تغییر ورکړي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۵:۴
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او MTN مخابراتي شرکت تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

د یاد هوکړه لیک په اساس د افغان پُست له پُست خونو څخه په قانوني بڼه د MTN مخابراتي شرکت د سیمکارټونو خرڅلاو تر سره کیږي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۹:۴۹
Background image

د دوه اړخېــزو همکاریو د هوکړه لیکونو د لاسلیک مراسم:

افغان پُست امارتي شرکت نن د چهار شنبه په ورځ د 1402 هـ ل کال د حوت میاشتې په 16 مه نېټه د یو شمېر جګ پوړو حکومتي مسؤولینو په ګډون سره د یوې پرتمېني غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

معیاری بسته بندۍ، چټک او خوندې لېږد!

د نړۍ هرې څنډې ته ستاسو د پُستی کڅوړو چټک او خوندي لیږد.

Back to announcements